کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې معین او د ترکیې جمهوري دولت سفارت د کورنیو چارو سلاکار له نشه‎يي توکو سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه د لړم ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار په افغانستان کې د ترکیې جمهوري دولت سفارت د کورنیو چارو سلاکار ضفر کیشي او مل پلاوي سره ولیدل.

دواړو لوریو نشه یي توکو سره په ګډې مبارزې، بزګرانو ته د بدیل کښت برابرولو، د روږدو راټولولو او درملنې او د روغتیا ډاکټرانو د وړتیا لوړولو په اړه خبرې اترې وکړې. د ترکیې د سفارت سلاکار له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د دوامدارې مبارزې ستاینه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت په رامنځته کیدو سره په دغه هیواد کې د نشه ایزو موادو د کښت او تولید اندازه ۸۰ فیصده کمه شوې ده.

 د پیغام پای/