په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او اطلاعاتو ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ د لړم په ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دې ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مرستیال مولوي محمد نبي محمدي او د دې سفارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په تهران کې وکتل.
په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني په ایران کې د افغان مهاجرینو د هویت د تثبیت د پروسې د ښه تنظیم، د هویت د ستونزو د حل او او افغان محصلینو ته د تابعیت د تذکرو د ویش بهیر، د امکان تر حده د اسانتیا په برابرول تينګار وکړ.
د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت مرستیال مولوي محمد نبي محمدي ژمنه وکړه چې په ایران کې به د مهاجرینو د هویت د ستونزو د حل، په دغه هیواد کې د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکزونه جوړول او د محصلینو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابروي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران په اسلامی جمهوریت کښې څه د پاسه پنځه میلیونه افغانی کډوال شتون لری.
د پیغام پای/