کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفارق قول اردو د څه دپاسه ١٠۰ عرادې بېلابېل وسايط ترميم وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سیار انجینري ټیم له لوري ١٠٩ عرادې بېلابېل وسايط ترميم شول.

 په خبرپانه کې راغلي دي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سیار انجینري ټیم له لوري په نهمه سرحدي لواء چې په فراه ولایت کې موقیعت لري ۱۰۹ عرادې بېلابېل نظامي وسایط ترمیم شول.

 په یادو ترمیم شويو وسايطو کې ۵۷ عرادې انټرنیشنل موټرونه، ۵ عرادې د تیلو ټانکرونه، ۲۷ عرادې هاموي ټانګونه، ۱۷ عرادې آمبولانسونه، ۱ عراده کرینګ، ۱ عراده فورکلیفت او یو عراده باب کیت شامل دي.

همدا راز د دې قول اردو مسؤلین د ټیم د چمتووالي او نورو جزوتامونو ته د استولو ډاډ ورکوي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ناټو له خوا په زرګونو ویجاړ شوي پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.

 د پیغام پای/