په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په ۳۰ مه نیټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې سولې په ښارګوټي کې یو لومړني ښوونځي د بغلان ولایت د والي او سیمه ییزو چارواکو او د همکارو بنسټونو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مهاجرينو ښارګوټي اوسېدونکو د بغلان د مهاجرينو رياست فعاليتونه، لاسته راوړنې او خدمتونه د ستاينې وړ وبلل او د ښوونځي په جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه ښارګوټي او ګاونډو کلیو د اوسېدونکو يوه تر ټولو مهمه اړتيا وه.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت په جوړیدو او په دغه هیواد کې د سولې او ثبات له تامین سره د نړۍ له مختلفو هیوادونو په تیره بیا له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د راستنیدو بهیر زیات شوی دی.
د پیغام پای/