کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په غور ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه ځمکې دولتي تثبیت وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۳۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت په یوې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د سلګونو جریبو ځمکو دوسیې بررسي کړې او له دې جملې څخه یې ٦٠٠ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

خبرځای روښانه کړې:د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د نږدې شپږ سوه (۶۰۰) جریبه مجموعي مساحت سره د درېو قطعو ځمکو اړوند دوسیو په اړه راپور وړاندې شو او تخنیکي هیئت هغه امارتي تثبیت کړه.

دا هیئت پرېکړه وکړه چې یادې دوسیې دې د وروستي تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

 په دې ناسته کې په دولتیار ولسوالۍ او د غور په مرکز کې د څه باندې ٤٠٠ جریبو نورو ځمکو دوسیې بررسي شوې او تخنیکي هیئت د هغو په تړاو لازم تصمیم ونیوه.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په تخار ولایت کې له زرو جریبه او په بلخ ولایت کې له ۳۰۰ جریبه زیاتې دولتي ځمکې دوسیو هم وڅيړل. د هغو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ روانه ده چې د امریکايي اشغال پر مهال د زورواکو له خوا غصب شوې وې. 

د پیغام پای/