کابل- ایرنا- د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مشر وویل: ایران هڅه کوی د چابهار بندر په فعالولو او پراختیا سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ چهارشنبه د لړم د ۳۰مې نېټې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.

 قمي ایران څخه د افغان بندیانو د رالېږد بهیر په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراخولو غوښتونکی دی.

 حسن کاظمي قمي زیاته کړه: ایران هڅه کوي د چابهار بندر په فعالولو او پراخولو سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

 د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي څرګنده کړه: ایران په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې رغانیزې او علمي پروژې پیل کړي.

 مولوي عبدالکبیر، د ایران سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتوونکی دی او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته ضرر ورسېږي.

 هغه افغانستان ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوي سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امارت له ایران سره همکارۍ ته ژمن دی.

 د حکومت سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له ایران څخه افغانستان ته د زر تنو افغان بندیانو د انتقالولو په اړه د شوي تفاهم د مننې ترڅنګ د دې پروسې د دوام غوښتنه وکړه.

 د ایرنا د راپور له مخي، ټاکل شوې چې زر تنه افغان بندیان د ایران له زندانونو افغانستان ته ولیږدول شی.

 د پیغام پای/