کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال په مالیزیا کې د افغانستان سفارت له سرپرست سره په کتنه کې له مالیزیا سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، سه‌شنبه د لړم په ۲۹مه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ اعلان وکړ چې د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت له مشر مولوي نقیب الله احمدي سره وکتل.

مولوي نقیب الله احمدي څرګنده کړه چې د دغو دوو مسلمانو هېوادونو تر منځ اړیکې په ښه کچه دي او وویل: په مالیزیا کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت مشر زیاته کړه: دا چې په کوربه هیواد کې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال قونسلي خدمتونو ته اړتیا لري، نو له همدې امله د سفارت قونسلي برخه په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته په فعال ډول خدمات وړاندې کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل: افغانستان او مالیزیا د دوه مسلمان او دوست هیوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاريخي او پیاوړي روابط لري او لازمه ده چې په کوربه هیواد کې د سفارت مسؤلین د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام کوښښ وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د مخکې په پرتله لازیاته پراختیا ومومي.

 حنفي په مالیزیا کې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې په دغه هیواد کې افغان محصلینو او نورو مېشتو هیوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې هڅې وکړي.

 د پیغام پای/