کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وايي: د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په کابل کې له یو شمېر هندي او بنګله دېشي علماوو سره وکتل.

ملا برادر وویل: اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د اسلام مبارک دین له ټولو خرافاتو څخه پاک او په صحیح شکل خپل ولس ته ورسوي، چې په همدې موخه یې مدارس تقویه کړي، د نویو علمي اداراتو پر رامنځته کولو یې کار کړی او په تعلیمي نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د دې ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه هم مؤثرې هڅې پيل کړې دي، لویې اقتصادي پروژې پيل شوې، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو احتیاجاتو څخه خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده. 

 ملا برادر وویل: د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده. اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ولاړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي.

 د هند او بنګله دېش دیني عالمانو په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت سره خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د تقویې په موخه یې خپل نظرونه شریک کړل.

 د پیغام پای/