په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سه شنبه د لړم ۲۹ اعلان کړ د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف له چارواکو سره وکتل.
د افغانستان لپاره د یونیسف چارواکو په دې غونډه کې وویل چې دغه اداره له افغان حکومت سره په ګډه له پنجشیر څخه کابل ته د پاکو اوبو د لیږد د پروژې د عملي کولو لپاره کار کوي.
دبهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: اسلامي امارت له پخوا څخه له نړیوالو بشردوستانه موسسو سره د همکارۍ پالیسي لري او د دغې ادارې د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د ایرنا د راپور له مخې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژه مخکې سروې شوې ده او د دغې پروژې په عملي کیدو سره به تر ډیره حده په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي او دوه میلیونه خلک به د اوبو له کمښت څخه خلاص شي.
د پیغام پای/