په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو سه شنبه د لړم په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امریت له روزنيز مرکز څخه ٢٩ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين محمد يونس راشد د ځوانانو د استعدادونو په وده باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د فريلانسېنګ پروګرامونو په پيل سره زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د پیدا کولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو پروګرام پیل شوی، چې مثبتې پایلې یې درلودې.
د هرات ولايت مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي له دغه پروګرام څخه فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ وويل: هیوادوال د کار پيدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پياوړتيا او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د انلاين سوداګرۍ یا فريلانسېنګ په برخه کې لا زياتې پانګونې او کار ته اړتيا لري.
يو شمېر ځوانانو چې په هرات کې يې د فريلانسېنګ په دغه تخصصي روزنيز کورس کې ګډون کړى و، خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د انلاين کاري مهارتونو په ترلاسه کولو سره يې په نړيوالو بازارونو کې مناسب کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ځوانانو چارو معینیت له لوري د تېرو دوو کلونو راهيسې د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځوانانو ته د کار موندنې او د وړتيا لوړولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو روزنيز کورسونه پيل کړي دي.
د پیغام پای/