په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن دوشنبه د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تامیناتو کنډک ورکشاپ انجینرانو له لوري په تیرو شپږو میاشتو کې (٤٩٤) عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي: په ترمیم شویو وسایطو کې ٣٦٩ رنجر، ١٠هاموې ټانګونه، ٣١ انټرنیشنل موټرونه، ١٧ هندي کاسټرونه، ٦ پرده ابي ډوله موټر، ٥ عرادې بابکیت، یو کرینګ، ٢٥ فورد موټر، ٤ عرادې ماز٥٠٠ او ٢٦ عرادې نور بېلابېل نظامي وسایط شامل دي.
په ترمیم شوو وسایطو کې ٢٤ عرادې هغه انټرنیشنل موټرونه هم شامل دي چې د تيرې ادارې پر مهال د فعالیت څخه لویدلي او د نه پاملرنې له امله د استفادې وړ نه وو؛ چې د یادې قوماندانۍ د مسؤلینو په خاصې توجه سره بیا ترمیم او د ګټې اخیستنې وړ وګرځيدل.
د ایرنا په وینا، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د عبدالله بن مسعود د قومندانۍ د تامیناتو کنډک پرسونل د تیر کال په ورستیو شپږو میاشتو کې ٥٨٦ عرادې بیلابیل ډوله پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي وو.
د پیغام پای/