کابل- ایرنا- په مالیزیا کې د افغانستان د حکومت د سفارت سرپرست وايي: د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او پرلپسې ژمنې ترلاسه شوي چې کوالالامپور به د افغانستان د ابادۍ په موخه خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ د شنبې په ورځ د لړم په ۲۶ مه اعلان وکړ چې ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبيرپه مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له سرپرست نقیب الله احمدي سره وکتل.

 احمدي په مالیزیا کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، افغان سفارت په کوربه هېواد کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداګرو ستونزې حل او ورسره دوامداره لیدنې لري.

 هغه زیاته کړه:  د مالیزیا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په هکله مثبت فکر لري او پرلپسې ژمنې ترلاسه شوي چې کوالالامپور به د افغانستان د ابادۍ په موخه خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.

 احمدي وويل: څه موده وړاندې افغانستان ته د مالیزیا د پلاوي سفر خورا مهم وو چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې مثبت اغېز کړی دی.

 د سرپرست حکومت سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مالیزیا کې د افغان سفارت هڅې وستایلې وې ویل، د کابل او کوالالامپور اړیکې خورا مهمې او لاپراخېدو ته یې اړتیا ده 

 هغه په ماليزيا کې افغان سرپرست سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې وویل، د افغانانو د ستونزو حل ته دې لومړیتوب او په ښه توګه دې د افغانستان استازولي وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخي، د هیواد په لویدیځ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت استازی رحمت الله فیضان تیره اونۍ وویل چې د مالیزیا د تیلو او ګازو ستر شرکت پیټروناس ژمنه کړې چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي کارکوونکو ته به لازمې زده کړې ورکړي او له دغه وزارت سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د پیغام پای/