کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند د ایران اسلامي جمهوریت ته د دغه وزارت د پلاوي د سفر خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن شنبه د لړم ۲۶ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي د دغه وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوي د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هيواد ته ‏د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

 هغه زياته کړه: ټاکل شوې ده، د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوی ددغه سفر په جريان کې د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې او نورو اړونده ادارو سره د خواف-هرات د اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي او دوه اړخيزو ريلي همکاريو په تړاو خبرې وکړي.

 د ایرنا په وینا، دا مهال د خواف- هرات د اورګاډي کرښې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز توکي لېږدول کېږي او د دې لارې ځينې برخې لا هم تر کار لاندې دی.

د پیغام پای/