په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وویل ددغه وزارت سرپرست پنجشنبه د لړم د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د علوموپه یوه علمي – څېړنیز سمینار کې چې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري د هېواد د اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخستنې لارو چارو څېړنې تر سرلیک لاندې ترسره شوی وو، ګډون وکړ او وویل: په هېواد کې د وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلونونو په پام کې نیولو سره د اوبیزو سرچینو وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ټولو همکاریو ته اړتیا لري.
هغه وویل: اړتیا ده،چې په دې برخه کې دولتي ادارې، اکاډمیک او علمي بنسټونه او د افغانستان ټول خلک د یو بل څنګ ته د اوبو سرچینو د غوره مدیریت او ورڅخه د غورې ګټې اخیستنې په موخه هڅې وکړي.
منصور د اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د اوبو د پراختیا په برخه کې په هېواد کې د علمي څېړنو په لاره اچول یو ارزښتناک ګام وباله او د افغانستان د علومو اکاډمي د فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د دغو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د ایرنا په وینا، په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو په ترڅ کې د هېواد ډېری د اوبو تاسیسات او زیربناوې ویجاړې شوې دي.
د پیغام پای/