په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو چهارشنبه د لړم په ۲۴ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د وړو تمویلونو کنفرانس کې وینا وکړه.
نورالدین عزیزي وویل: د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکټور له لارې د اقتصادي ودې او پراختیا پالیسي په درلودلو سره په خپلو کاري پلانونو کې له هغو تصدیو څخه چې د هیواد د اقتصاد ریښه جوړوي، ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی دی.
عزيزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت قوانين او مقررات او اصلاحي پروګرامونه چې په بېلابېلو کچو کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او دې سکتور ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو، د صنعت د ودې، د تولو لپاره د کار پيدا کولو، د ملي عايد د کچې د لوړولو، د صادراتو زیاتوالی، د کورنیو صنایعو پر ځان بسیاینه او په ټولیزه توګه د یوه متحرک او هراړخیز خصوصي سکتور رامنځته کول په پام کې نیول شوي دي، وشمیرل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د ودې لپاره د بنسټیزو زیربناوو پر رامنځته کولو، ملي او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي، د صادراتو په وده، ټولو ته د کار پیدا کولو، د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د استخراجي صنايعو ګټه پورته کول، دغه کنفرانس په تېرو وختونو کې د وړو مالي بنسټونو د فعالیتونو د کموالي د پېژندلو او د نویو پروګرامونو د ښه او اغېزمن تطبیق لپاره د درسونو د زده کړې لپاره یو ښه فرصت وباله.
نورالدین عزیزي زیاته کړه: د شته ستونزو او ننګونو په پام کې نیولو سره، اوس هم د اقتصادي پرمختګ او په بنسټیزو برخو کې د افغانانو د ژوند د کچې د لوړولو لپاره ډېر فرصتونه شته.
د پیغام پای/