کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوست ولایت څخه سعودي عربستان ته د مستقیمو الوتنو د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې له خوست ولایت څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

خبرځاى زياته کړه: کام اير خپله لومړۍ مستقيمه الوتنه له خوست نړيوال هوايي ډګر څخه جدې ته پيل کړه. چارواکو ویلي، له دې وروسته به هره اونۍ له دغه هوايي ډګر څخه جدې ته یوه الوتنه وکړي.

د پیغام پای/