په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن چهارشنبه د لړک په ۲۳ مه وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پرېکړې پر بنسټ، په هېواد کې د انټرنېټ بيه ۱۴ سلنه راټيټه شوې او له دې وروسته د يو جي بي انټرنېټ د مياشتنۍ بستې بيه ٩٥ افغانۍ ټاکل شوې ده.
هغه زياته کړه: د ټېلېفونونو بيې هم له ٣٠ او ٣٦ سلنې راټيټې شوې دي، د يوې مخابراتي شبکې د سيم کارتونو ترمنځ د تماس بيه ١،٣٠ افغانۍ او له يوې شبکې بلې ته د تماس بيه ١،٤٠ افغانۍ ده.
د مخابراتو وزارت ویاند څرګنده کړه: دغه بدلونونه به د راتلونکي کال له پیل څخه عملي شي. هغه وويل: دغه اقدام د خلکو د تقاضا پر بنسټ ترسره شوى او هيله ده چې په تطبيق سره به د مخابراتي شرکتونو ترمنځ سالم رقابت زيات شي.
د ایرنا د راپور له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د یو جي بي انټرنیټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ده او د ټیلیفوني اړیکو بیه په یوه دقیقه کې له ۲.۵ تر ۳.۵ افغانۍ ده.
د پیغام پای/