په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم د ۲۳مې نېټې په سهار، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ارزګان ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست سید حبیب الله اغا د سفر خبر ورکړ.
حبیب الله آغا ارزګان ولایت ته له رسېدو سره سم، د یاد ولایت له والي مولوي عنایت الله شجاع او یو شمېر نورو مسئولینو سره په کتنه کې، د پوهنیز وضعیت لاښه والي، د نویو مدارسو او ښوونځیو جوړولو او یو لړ نورو مهمو ښوونیزو موضوعاتو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست د ارزوګان مرکز اړوند سیدال خان عالي لېسې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې لېسې مسئولینو او ښوونکو ته یې په خطاب کې وویل: تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست او هیله لرو ترڅو د خپل ځورېدلي ولس لپاره د خدمت یوه ښه نمونه وګرځئ.
ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت سرپرست به د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د اروزګان له علماءکرامو، مدرسینو، ښوونکو، او قومي مشرانو سره هم له نږدې وګوري او د یاد ولایت ښوونیز وضعیت به په هراړخیز ډول وارزوي.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست د هیواد شمالی ولایتونو ته له خپلو سفرونو وروسته په مرکزی ولایتونو کې د هیواد د ښوونیزو چارو د ارزونې لپاره خپل ولایتی سفرونه پیل کړل.
د پیغام پای/