کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د کارموندنې له فعالیتونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغاني موسساتو د همغږۍ بنسټ له رییس بریالی عمرزي او یو شمېر نورو افغاني موسساتو له مشرانو سره وکتل.

د افغانستان ‏د کورنیو موسسو مشرانو د خپل فعالیت پر لاره پراته خنډونه او ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او خپلو ستونزو ته د رسیدنې په څنګ کې یې د سکتوري خونو او کورنیو موسساتو تر مینځ د همغږۍ غوښتنه وکړه.

عزیزي د دوی د خبرو تر اوریدو ورسته، د افغانستان د اسلامي امارت پالیسۍ ته اشاره وکړه او د دندو زېږوونکو فعالیتونو پر ډیر والي یې په ټینګار سره له دوی سره د همکارۍ لپاره خپل چمتو والی وښود.

د ایرنا د خبر له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، بې وزلۍ د دغه هیواد نیمایی نفوس اغیزمن کړی دی او ٨٠ سلنه کورنیو د هر غړی لپاره د ورځې له یو ډالر څخه په کم عاید باندې ژوند کوی.

د پیغام پای/