د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په سیاسي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ستر سلاکار علي اصغر خاجي د دوشنبې په شپه د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې له مذاکره کوونکي او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
په دې دوه اړخیزه غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د آستانه بهیر د ۲۲ نړیوالو غونډو په رڼا کې جوړه شوې وه، دواړو لورو د سیمې د وروستیو حالاتو، په سوریې کې د سیاسی او سیمه ایزو حالات په تیره بیا په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او تیریو په سیوری، خبرې وکړې.
د ایران د خارجه وزیر ستر سلاکار له سوریې سره د ایران د اسلامی جمهوریت د هراړخیز ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم له اشغال او جنګ سره په مقابله کې د مقاومت په دوام ټینګار وکړ او دغه اصولی دریځ یې په سوریې کې د سولې او ثبات د ساتنې په چوکاټ کې بیان کړ؛ هغه د باثباته اړیکو اوږد تاریخ ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د دوام او پراختیا په تیره بیا د صهیونیسټ رژیم د جنایتکارو ډلو له جنایتونو سره د مقابلې او په سیمه کې د تاوتریخوالی د پراخیدو د مخنیوی لپاره د دواړو هیوادونو په ارادې ټینګار وکړ.
علي اصغر خاجي د سوريې او تركيې ترمېنځ د اړيكو د عادي كولو د امکان په ملاتړ د سيمې په اوسنيو حساسو حالاتو كې د دې خبرې مثبتې پايلې تاکید وکړ.
دسوریې د هيئت مشر هم دسوریې او د ایران داسلامی جمهوریت ترمینځ دستراتیژیکو اړیکو په دوام او ددواړو هیوادونو د مشرانو له هوډ سره سم د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
هغه د صهیونیسټ رژیم د جنګ او جنایتونو د بندولو، په سیمه کې د ثبات او امنیت د تامینولو او د فلسطین او لبنان له خلکو سره د مرستې لپاره د سیمه ایزو ملګرتیاو غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، خاجی همداشان د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د آستانه د بهیر د ۲۲مې نړیوالې غونډې په څنډه کې د ترکیې له لوړرتبه مذاکره کوونکی مصطفی یورداکول او د سوریې په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازی الکساندر لاورینتیف سره په جلا جلا کتنو کې د سیمې د وروستیو حالاتو په هکله د صهیونیسټ رژیم د تیریو او د سوریې د سیاسی او سیمه ایزو حالاتو په رڼا کې خبرې اترې او مشورې وکړه.
د پیغام پای/