په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په ۲۲ مه اعلان وکړ، په کندهار کي بهرنيو هيوادونو ته د یوې ډبرينې کټوې او یو میل تاریخي تفنګچې د قاچاق مخه ونيول شوه.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر رئيس عبدالشکور څپاند وويل: دغه تاريخي آثار په احمدشاه بابا هوايي ډګر کي بهرنيو هيوادونو ته د قاچاق کولو پرمهال ونيول شول.
هغه زياته کړه: د اټکل له مخې ډبرینه کټوه په غزنوي او تیموري دورې او تفنګچه بیا د ۱۹ پیړۍ پورې اړوند تاريخي لرغونتوب لري، چې د ثبت او سجل تر پروسې وروسته به کندهار موزيم کې نندارې ته وړاندې شي.
د ایرنا په وینا، افغانستان د خپل زرګونه کلن تاریخ په لرلو سره ډېر تاریخي ځایونه او اثار لري.
د پیغام پای/