د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکاریو د سازمان او عربي اتحادیې دوهمه بیړنۍ غونډه دوشنبه د لړم په ۲۱مه د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې پیل شوه.
د سعودی ولیعهد محمد بن سلمان د دغې غونډې په پیل کې وویل: دا غونډه د تېرې غونډې غځول ده چې په غزې او لبنان کې د تیریو په هکله یې خبرې اترې کړې وې.
هغه وويل: «عربستان دغه تيري غندي او ردوي او دفلسطين دخلکو دبشپړ حقوقو دترلاسه کولو ملاتړ کوي.»
بن سلمان زیاته کړه: مونږ یو ځل بیا د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره په کلکه مخالفت کوو.
هغه همداشان د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کار د ادارې (آنروا) په وړاندې د صهیونیسټ رژیم تعصبی اقداماتو ته په اشارې سره وویل: مونږ د فلسطین په خاوره کې د ملګرو ملتو د مرستو او د بشری موسسو د کارونو خنډول غندو.
بن سلمان زیاته کړه: موږ هغه پوځي عملیات چې د لبنان خاوره په نښه کوي غندي او د لبنان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ردوو.
هغخ همداراز وویل: موږ هم د ایران په خاوره د اسرائیلو بریدونه ردوو.
د عرب اتحادیې سرمنشي احمد ابوالغیط هم په دغه غونډه کې وویل: په فلسطین کې د خلکو د زغملو لپاره نور الفاظ د تشریح لپاره نشته او هغه څه چې اشغالګر یې کوي په سیمه کې د هماهنګۍ او سولې راتلونکې له منځه وړي.
هغه تاکید وکړ: هغه څه چې اوس پکار دی په لبنان کې د اوربند ټینګېدل دی.
د اسلامي همکاریو د سازمان او عربي ټولنې دوهمه بیړنۍ غونډه نن دوشنبه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څه باندې پنځوسو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پیل شوه.
د ایرنا د خبر له مخې په دغه غونډه کې د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف هم وینا وکړي.
دا غونډه د ایران په وړاندیز او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په تعقیب جوړه شوه.
د پیغام پای/