کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د ککړتیا د کمولو د څانګې مشر وویل: د استوګنې ځایونه د کابل ښار د ۳۰ فیصده هوا د ککړتیا مسوول دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۱ مه نېټه اعلان وکړ چې په کابل کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون په همکارۍ د ککړتیا د مخنیوي په موخه علمي سیمینار او پوهاوی جوړ کړي.

 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړتیا د کمولو د ادارې آمر بصیر امین د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د تقنیني سندونو او د دې ادارې د اقداماتو په اړه چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په برخه کې ترسره شوي په تفصیل سره خبرې وکړې.

 هغه زیاته کړه: د کابل ښار د هوا د ککړتیا ۳۰ سلنه عوامل د استوګنې ځایونه، ۲۵ سلنه ښاري ترانسپورت، ۲۰ سلنه صنعتي فعالیتونه، ۱۵ سلنه سړکونه او ۱۰ سلنه نور فعالیتونه دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د کابل ښاریان د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره ډبرو سکرو په ترکي بخاریو کې کار اخلي، چې د ښار د سختې هوا د ککړتیا لامل ګرځي.

 کارپوهان وايي چې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا غلظت په هر متر مکعب کې تر ۳۵۰ مایکرو ګرامو ډېر دی چې یو متوسط ​​مقدار دی.  

ویل کېږي چې د کابل په ژمي کې د هوا د ککړتیا کچه په هر متر مکعب کې ۱۰۰۰ مایکرو ګرامو ته رسېږي، چې له امله یې ښاریان په لاعلاجه ناروغیو په ځانګړي ډول د سرطان په ناروغیو اخته کېږي.

 د پیغام پای/