په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبه د لړم په ۲۱مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي: دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبينو د يوشمير عملياتو په بهير کې ددغه ولايت له مربوطاتو څخه يوه اندازه پوځي تجهيزات او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
قانع زياته کړه: په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.
د پیغام پای/