په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو دوشنبه د لړم په ۲۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چي د دغه وزارت د اړوند بیهقي کتاب خپرولو رياست کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې دريمه ناسته د ياد رياست د رئيس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناست کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو په ستونزو بحث او د نظرياتو تبادله وشوه، چې د کميټې د غړو له لوري د نظرياتو او بحثونو تر وړاندې کولو وروسته د کميټې مشر ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت رهبري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرندوی ټولنو، کتاب، کاغذ پلورونکو او مطبعو ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو لپاره ژمن دي، تر څو په هره ممکنه لار د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو لپاره د خصوصي فرهنګي مارکيټ جوړولو وړانديز د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي، د خصوصي ناشرانو او کتاب پلورونکو لپاره د جواز ورکولو بهير پيل شي.
همداراز په دې غونډه کې تينګار وشو چي په خامو موادو د ګمرکي محصول د معافیت يا هم تخفیف پروسه شروع شي، د کتاب اړوند چارو په ځانګړي ډول د صحافت په برخه کې د زده کړو آسانتيا او هم په تحصيلي سکتورونو کې د صحافت ځانکړی ډيپارټمنټ رامنځته شي، د اړتیا وړ کتابونو لپاره د لوجستیکي شرکتونو پر ځای د خصوصي ناشرانو سره قرارداد وشي.
په دې ناست کې همداراز پرېکړه وشوه چې د مدارسو کتابونه باید د خصوصي ناشرانو له لوري برابر شي او د نړیوالو بنسټونو له لوري چې کوم کتابونه د تحصيلي ادارو لپاره برابريږي، باید له خصوصي ناشرانو سره يې قراردادونه وشي.
د پیغام پای/