په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت چارواکو نن دوشنبه د لړم ۲۱ مه اعلان وکړ چې د دغه سفارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د وزیر سلاکار او د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرینو د چارو معین سره په تهران کې ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په ايران کې د افغان مهاجرينو د قانوني شتون د تنظيمولو، خپل هيواد ته د مهاجرينو په داوطلبانه او باعزته راستنيدو او نورو اړوندو مسايلو باندې خبرې وکړې.
دواړو لورو موافقه وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرینو چارو او د سفارت تر منځ د متخصصینو یوه ګډه کمیټه جوړه شي، چي دا کمیټه به د پرله پسې ناستو په ترڅ کې د مهاجرینو ستونزې په ګوته کوي او له هر اړخیزې څیړنې وروسته به د لازمې پریکړې په موخه د سفارت مشرتابه او د اتباعو ریاست ته راپور ورکوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلورو کلونو کې د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه توب کړی او دا مهال په ایران کې له پنځو میلیونو ډیر افغان مهاجرین شتون لري.
د پیغام پای/