کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال د اسلامي همکاریو د سازمان او د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل، اوس له ملګرو ملتو د صهیونیسټ رژیم د ایستلو وخت دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقی او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د اسلامی ملګرتیا سازمان او عرب اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډه غونډه کې چې د یکشنبه د لړم ٢٠ مه په ریاض کې په فلسطین او لبنان د صهیونیسټ رژیم له روان تیریو سره د مقابلې او غندلو لپاره ترسره شوه، ګډون او وینا وکړه.

 په دې غونډه کې چې دعربي اسلامي هېوادونو د مشرانو له فوق العاده غونډې مخکې جوړه شوې وه دبهرنيو چارو د وزارت حقوقي او نړيوال مرستيال، د سعودي عربستان څخه د مننه ترڅنګ چې د سیمې په اوسني کړکیچن وضعیت کې یې د مشرانو بېړنۍ غونډه وکړه، په ​​غزې تړانګې او لبنان کې اوسنی حالات د بشریت لپاره د شرم او د هغه ملت لپاره دوه ګونی ظلم وباله چې له اوو لسیزو څخه زیات د اشغال او تیریو په لړ کې له خپلو اساسی حقوقو محروم دی.

 غریب ابادي په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام کې د امریکا او لویدیځو هیوادونو بشپړ ملاتړ په شمول د دغه رژیم جنګي جنایتونه، د بشریت ضد جنایتونه، قومي تصفیې، نژادي تبعیض او د فلسطین د بې دفاع خلکو په وړاندې د دغه رژیم د جنایتونو دوام په اشارې سره تاکید وکړ: صهیونیسټ رژیم د لویدیځ د یوه ناروا بچی په توګه له هرډول حساب او مسؤلیت څخه ژغورل شوی دی او په دغه ډول حالاتو کې د فلسطین ملت د اشغال او تیریو د دفاع او مقاومت او د عملی کولو مشروع حق لری او د خپل ذاتي حق د عملي کولو لپاره د کوم اړخ اجازې ته اړتیا نه لري.

 د ايران د خارجه وزارت حقوقي او نړيوال مرستيال د غړيو هېوادونو د اجتماعي او انفرادي هلو ځلو د قدردانۍ په ترڅ کې دغه اقدامات ناکافي وبلل او تاکيد يې وکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت د دغه رژیم د جنايتونو د مخنيوي لپاره د لا زياتو عملي او موثرو اقداماتو تمه لري.

 د اسلامی ملګرتیا سازمان او عرب اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې غونډې کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی د عربو اسلامی هیوادونو د مشرانو د لومړۍ ګډې غونډې د پرېکړو د یادونه سره، په ​​نننۍ غونډه کې په فلسطین او لبنان کې د سمدستي اوربند د ټینګیدو، د بشردوستانه لارو د بیا پرانستلو، د ټولو فلسطینیانو د خلاصون، خپلو ټاټوبي ته د کډوالو د باعزته راستنیدو او په غزه کې د بیارغونې د پیل لپاره د نړیوالو مرستو لیږل، غوښتنه وکړه.

 غريب ابادي د ملګرو ملتو د منشور د ماتولو په شمول د ملګرو ملتو د مشروعيت په خلاف د صهيونېسټ رژيم د دښمنانه اقدامات، د ملګرو ملتو د سرمنشي يو نه مطلوب عنصر وبلل، په اشغال شويو سيمو کې د آنروا په فعاليتونو بنديز لګول، د ملګرو ملتو په سلګونو کارمندان وژل، د عدالت د نړیوالې محکمې موقتي حکمونو ته په بشپړه توګه له پامه غورځول، د ملګرو ملتونو د منشور له احکامو، په ځانګړې توګه د هغې له دوهمې مادې څخه سرغړونه، وویل چي اوس له ملګرو ملتو د صهیونیسټ رژیم د ایستلو وخت دی.

هغه همدارنګه په دغه رژيم او ټولو هغو بنسټونو باندې چې په فلسطين کې د صهيونېسټ رژيم د اشغال ملاتړ کوي، د غړيو هېوادونو لخوا د وسلو، اقتصادي او تجارتي بنديزونو د لګولو غوښتنه وکړه. 

 د ایران استازي د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتو د اپارتاید کمیټې د بیا احیا په ضرورت په ټینګار سره د لبنان، سوریې او یمن په شمول د سیمې د نورو هیوادونو په خلاف د صهیونیسټ رژیم د تیریو په سخته غندنه کې په ټوله سیمه کې د پراخې جګړې په خپرولو کې د دغه رژیم قصدی سیاست وباله.

د پیغام پای/