کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت مشر له حکومتي ارګانونو څخه د سلفیانو د ایستلو امر صادر کړی او د استخباراتو عمومي ریاست ته یې امر کړی چې د دوی مالي سرچینې وڅېړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده د یوه فرمان له لارې د استخباراتو عمومي ریاست ته امر کړی، چې په کونړ ولایت کې د سلفیانو بهرنۍ مالي سرچینې په نښه او مخنیوی یې وکړي.

دغه حکم شل ورځې وړاندې وروسته له هغې صادر شو چې د ملي امنیت عمومي ریاست د کونړ د وضعیت په اړه د سرپرست حکومت مشر ته راپور وړاندې کړ. 

 په دغه فرمان کې ملا هبت الله له پوځي محکمو غوښتي چې د نوموړي د وژنې په تړاو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنه وکړي او پرېکړه وکړي. همدارنګه له محکمې او د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت څخه غوښتل شوي، چې د کنړ ولایت اړوند ادارو کې دې د اهل حدیثو پر ځای مقلدین وګماري.

 ملا هبت الله د استخباراتو له عمومي ریاست څخه وغوښتل چې د کونړ د استخباراتو د رئیس په توګه یو پیاوړی او مثالی شخص معرفي کړي. 

 د فرمان په یوه بله برخه کې له پوهنې وزارت څخه غوښتل شوي چې په کنړ کې د جواز لرونکو ښوونځیو جوړ کړي او د غیر مقلد ښوونځیو او د هغوی مالي سرچینې وڅېړي او د بهرنیو مالي مرستو مخه ونیسي.

 د سرپرست حکومت مشر له کورنیو چارو وزارت څخه هم غوښتي چې په کونړ کې دې خپل تشکیلاتي جوړښت له سره وڅیړي او بشپړ کړي. په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو کې دې له سلفیانو څخه د کار اخیستلو مخنیوی وشي او که دا کسان وپېژندل شي له دندو ګوښه شي.

 د سرپرست حکومت مشر دغه فرمان په دولتي ادارو کې د داعش ترهګرې ډلې د نفوذ د مخنیوي په خاطر صادر شوی دی.

 د ایرنا د راپور له مخې په اسلامی هیوادونو کې د ترهګرو ډلو عقیده تر ډیره د جهادی او تکفیری سلفیانو په اصولو پورې تړلې ده چې په اسلامی هیوادونو کې ترټولو ستر جنایتونه ترسره کوی.

د پیغام پای/