کابل- ایرنا- په اسیا کې د آغا خان بنسټ د بیړنیو حالاتو عمومي رییس په افغانستان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو لپاره د مناسبو کورونو د جوړولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹ مه وویل د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د اغاخان بنسټ د آسیایي برخو له عمومي رئیس شادمان حاجي بکوف سره وکتل.

شیخ حمدالله نعماني په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د آغا خان بنسټ کارونه او فعالیتونه ارزښتناک او مهم وبلل.

 د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو رئیس وویل، که د کور او ښار جوړولو وزارت وغواړي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو ‏د قربانیانو لپاره مناسب سرپناه او کورونه جوړ کړي.

 هغه زياته کړه: په راتلونکي کې به هم د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنيرانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

 بيکوف وويل، دغه بنسټ په تېر کې د بغلان ولایت د یوه ښارګوټي نقشه طرحه کړې ‏او غواړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره یې شریکه کړي.

 د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو عمومي رئیس د کور او ښار جوړولو وزارت له نعماني څخه وغوښتل چې په بدخشان ولایت کې د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه لیدنه وکړي

 د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دریو کلونو کې په پکتیکا، خوست او هرات ولایتونو کې د سختو زلزلو او دغه راز د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ویجاړونکو سیلابونو له امله له درې میلیونو څخه زیات افغانان له دغو طبیعي پیښو څخه اغیزمن شوي دي.

 د پیغام پای/