کابل- ایرنا- د افغانستان سرپرست حکومت ته یو شمېر نږدې سرچینو اعلان کړی چې په څو ورځو کې به د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ته یو شمېر نږدې سرچینو جمعه د لړم ١٨ مه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپاره کړي دي چي په راتلونکو څو ورځو کې د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستل شي.

دې سرچینې لیکلي، چې د کابل په ګډون د هېواد په څلورو زونونو کې د خویندو لپاره تعلیمي کمپلکسونه جوړېږي.

 دغه تعليمي کمپلکسونه د دريو عربي هېوادونو په مالي مرسته جوړ شوي او خويندو ته په کې بې ګټې علم نه ورکول کېږي، پر ځای يې نجونې د طب او دارالمعلمين پوهنځيو ته جذبېږي او د فقهې او حديثو پوهنځي هم په دې کمپلکسونو کې تر دوکتورا کچې تدریس شي.

 دغې سرچينې ليکلي، چې د هېواد په ولسواليو کې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کولى شي، او له دې وروسته په يادو تعليمي کمپلکسونو کې شاملې شي او په طبي او تدريسي برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو سره، د شپږم ټولګی وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تر امر ثاني پورې د ښځینه زده کوونکو پر مخ وتړل شوې.

 د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې دا موقتي ده او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د شرعي اصولو له مخې د نجونو پر مخ پرانیستل شي. 

 د پیغام پای/