په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو پنجشنبه د لړم په ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبرځاى زياته کړه: ددغه بند کار چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په لاره اچول کيږي په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
چارواکي وايي، د بند ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي او د موسمي سیلابونو د کنټرول بر سېره به هر کال ۳۰ میلیون متره مکعب اوبه تنظیم، له ۲۷۰۰ - ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، ۵ میلیون متره مکعب د څښاک اوبه چمتو او ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید شي.
د ایرنا د خبر له مخې، د شاه او عروس بند پروژه د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې یوه له مهمو پروژو څخه ده او د دغه بند د جوړولو ټولیز لګښت نږدې ۵۲ میلیونه امریکايي ډالره دی.
د دې برخې بشپړیدل د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي، چې د کار په رامنځته کولو، د زیربناوو د ښه والي او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا له لارې بې شمیره اقتصادي ګټې ترلاسه کوي.
د پیغام پای/