په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن پنجشنبه د لړم د مياشتې په ١٧مه نېټه وویل د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د هند جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي جي پي سنګ وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، له افغانستان سره د هند د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.
متقي وويل: تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.
جي پي سنګ وويل: له افغانستان سره اړيکې د هغه هېواد لپاره مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړيکې اوږد تاريخ لري.
د هند ځانګړي استازي زیاته کړه: له افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ موږ له دغه هېواد سره پراختیايي مرستې هم پیل کړې او له اړوندو افغان بنسټونو سره یې تخنیکي خبرې اترې روانې دي.
جي پي سينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.
هغه همداراز ژمنه وکړه چې افغانانو ته به د هند د ویزو اسانتیاوې زیاتې کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی چې د پاکستان له لارې له هند سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او دغه هېواد هڅه کوی چې د ایران د چابهار بندر له لارې له هند او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګری وکړی.
چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري چې نړیوالو اوبو ته د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدې او خوندي لاره ده.
د پیغام پای/