کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، موږ تمه لرو چې ډونالډ ټرمپ به د غزې او لبنان د جګړې په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چهارشنبه د لړم ۱۶ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو ‏د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

 هغه زیاته کړه: د اسلامی امارت او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د دوحې تړون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په وخت کې لاسلیک شو چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسید.

 د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: تمه کېږي، چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

 د ایرنا په وینا، د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د امریکا د ۴۷م جمهور رئیس په توگه په دې وتوانید چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

 د پیغام پای/