کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بدخشان د یتیمانو پر ۱۵۰ ماشومانو د ژمنیو جامو د وېش خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان د یتیم خانې په ۱۵۰ ماشومانو ژمنۍ جامې (بوټونه، جاکټونه، خولۍ او جرابې) او صابون د ADWSO دفتر په همکاري وویشل شول.

مولوی خیر محمد صفدر، د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رييس له نورو مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې د سړې په موسم کې له اړمنو کورنيو او ماشومانو سره همکاري وکړي.

د پیغام پای/