په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن چهارشنبه د لړم ۱۶ مه وویل د ریاست الوزراء ادراي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره وکتل.
ویناوالو په یاد ولایت کې د عمومي وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال څرګنده کړه، سیمه ییز مسؤلین په دغه ولایت کې خلکو ته د خدمت او د دوی د ژوندانه د مناسبو شرایطو د ایجاد لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
دوی په دغه ولایت کې د تعلیم او تربیې په برخو کې د اسلامي امارت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت باید په مرکز او ولایتونو کې د مراجعینو نظریاتو او وړاندیزونو ته د توجه ترڅنګ خپلو شته امکاناتو ته په پام دوی ته رسیدګي وکړي.
د پیغام پای/