کابل- ایرنا- د بامیان ولایت والي د جاپان له سفیر سره په کتنه کې وویل: قومي، نژادي او مذهبي مسایل په دغه ولایت کې ځای نه لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د باميانو ولايت د رسنيو دفتر نن سه شنبه د لړم په ١٥مه، اعلان وکړ چي د دغه ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د جاپان د حکومت له سفير تاکايوشي کورومایا سره وکتل.

دواړو لورو پر امنیتي، اقتصادي مسایلو، د زیربنایي پروژو د تطبیق او د جاپان د حکومت او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

 د بامیانو والي د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو د دوام غوښتونکی شو او په دغه ولایت کې یې د پراختیايي پروژو په پلي کولو او د زړو سیمو د بیارغونې په برخه کې د جاپان د حکومت له پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه.

 هغه ټينګار وکړ: د باميانو خلک د زيربنايي پروژو د تطبيق او د بشري مرستو د دوام او په دغه ولايت کې د جاپان له خوا د صنعتي فابريکو د جوړولو غوښتنه کوي.

 عبدالله سرحدي په باميانو کې د قومونو او مذهبونو د يووالي او همپالنې د رامنځته کولو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل: د باميانو د سيمه ييز حکومت او دولتي ادارو د مسوولينو چلند له ټولو قومونو او مذهبونو سره يو شان دى او قومي، نژادي او مذهبي مسايل په دې ولایت کې ځای نه لري.

 سرحدی څرګنده کړه: د باميانو د سيمه ييز حکومت مشرتابه په تيرو کلونو کې زياتې لاسته راوړنې لرلې دي چې يوه يې د ټولنيز عدالت تامين او د خلکو د ټولو برخو رضايت و او دا مهال د مرکز او ولسواليو په ځانګړي ډول د خلکو د جهادي قومندانان او مخور ټولنیز شخصیتونه د اسلامي امارت له نظام څخه راضي دي او خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.

 د جاپان د حکومت سفیر تاکایوشي کورومیا وویل: د جاپان حکومت د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو هرکلی کوي او له افغانستان سره په ځانګړې توګه بامیان کې خپلو بشري مرستو او نورو همکاریو ته دوام ورکوي.

 هغه زیاته کړه: د جاپان حکومت او خلک لا هم هوډمن دي چې د پراختیایي پروژو د تطبیق او د بامیان ولایت د زړو او لرغونو سیمو د بیارغونې په برخه کې هراړخیزه او جدي همکاري وکړي.

د پیغام پای/