په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن دوشنبه د لړم په ۱۴ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په مهال د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم سیمه کې ۲۲ کیلو ګرامه شیشه چې په یو موټر کې ځای په ځای شوې وه کشف کړې او یو تن یې په تړاو نیولې دی.
خبرځاى زياته کړه چې په دې تړاو يو تن نيول شوى دى.
د ایرنا په وینا، د افغانستان د غربي اشغال په شل کلنه موده کې دغه هېواد د نشه يي توکو په ستر تولیدوونکی هېواد بدل شو او د سرپرست حکومت په رامنځته کېدو سره د دغې ناوړه پدیدې له کښت او قاچاق سره مبارزه پیل شوه.
د پیغام پای/