په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت یو پلاوی د هوا پېژندنې په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت استازي هم ګډون لري.
دغه پلاوی به د هوا پېژندنې په غونډه کې له ګډونوالو سره د هوا پېژندنې د وسایلو، د هوا پېژندنې موډلونو، د هوا پېژندنې سپوږمکیو ته د لاسرسي، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د پیغام پای/