هرات- ایرنا- د نیمروز والي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره د فعالیتونو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو نن یکشنبه د لړم په ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د دغه ولایت د محکمې له رئیس، د علماوو د شورا له غړو او یو شمېر نورو چارواکو سره د نیمروز ولایت په مقر کې غونډه وکړه.

 په دې کتنه کې خالد د نشه يي توکو د کښت، پلور او قاچاق پر مخنيوي ټينګار وکړ او له مسوولينو يې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل فعاليتونه چټک کړي او په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

 د ایرنا په وینا، افغانستان په ٢٠ کاله د لوېديځ د اشغال پر مهال د نيمروز او هلمند په ګډون د هېواد لوېديځ ولايتونه د نشه يي توکو د کښت او توليد مرکزونه وو.

 د پیغام پای/