په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت نن شنبه د لړم ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د نشهیي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د بهیر په دوام دا ځل د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ تنه په پروان، ۱۶ تنه د کابل په پغمان ولسوالۍ، ۱۶ تنه په فاریاب، ۱۴ تنه په لغمان او ۴ تنه په هلمند کې د بستر په موخه راټول کړي او ځایي روغتیایي مرکزونو ته یې لېږدولي دي.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو په غزني ولايت کې په نشه يي توکو ١٦ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل.
د پیغام پای/