کابل- ایرنا- د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د ایران د اسلامي جمهوریت پر پوځي مرکزونو د صهیونیسټي رژیم برید په کلکه وغانده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د دغه سازمان غړي هېوادونه په منځني ختیځ کې د وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه لري چې د نړیوالې سولې، امنیت او ثبات لپاره اصلي ګواښ بلل کېدای شي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو د منشور په شمول د نړیوالو قوانینو په عمومي توګه پیژندل شوي معیارونو سره په مطابقت کې یوازې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د دې سیمې د وضعیت د ثبات لپاره د اغیزمنو تدبیرونو د سمدستي عملي کولو غوښتنه کوي.

د پیغام پای/