کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وویل: که نړۍ د فقر کمول غواړي، غوره ده چې له افغانستانه یې پیل کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني، د چین په بیجینګ ښار کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړۍوال کنفرانس ته وینا وکړه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې چارواکو ګډون درلود.

عثماني په خپلو خبرو کې د هغو هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د اوبو کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه: الحمدلله، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پرمختګ او ودې لپاره ډېر مساعد دی. که نړۍ غواړي فقر کم کړي، ښه ده چې له افغانستان څخه پیل وکړي.

 هغه زیاته کړه: اوس افغانستان د نړۍ لپاره یو امن ځای دی، او کرنه، کانونه، صنعت او تجارت پکې وده کوي. نو راشئ په افغانستان کې پانګونه وکړئ، تر څو نه یوازې افغانستان سره، بلکې د نړۍ هغه یو میلیارد خلکو سره چې اوس مهال په فقر کې ژوند کوي، مرسته وشي.

 هفه همدارنګه په افغانستان کې د کوکنارو د کر کیلې منع کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: شاوخوا شل کاله مخکې افغانستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د تولید لوی هېواد و، خو اسلامي امارت د ځانګړي فرمان په صادرولو سره د کوکنارو کر ته د پای ټکی کېښود او اوس بزګرانو حلالو محصولاتو ته مخه کړې ده. که غواړئ کرنه وده وکړي، راشئ د افغانستان په کرنه کې پانګونه وکړئ او د بدیلي معیشت پروګرامونو له لارې د افغانستان بزګرانو سره مرسته وکړئ، ځکه چې کوکنار نه یوازې افغانستان ته بلکې ټولې نړۍ ته تاوان اړوي.

نوموړي همدارنګه له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې د شته امنیت په پام کې نیولو سره افغان بزګرانو ته اړینې مرستې برابرې کړي.

 خبرځاى زياته کړه: په دې کنفرانس کې د آکسفورډ پوهنتون یوه استاد د افغانستان په وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو یې وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د فقر د کمولو او د کرنې د ودې نړیوال کنفرانس د چین په کوربه توب جوړ شو او د مختلفو هېوادونو د کرنې کارپوهانو او چارواکو په کې ګډون وکړ.

د پیغام پای/