کابل- ایرنا- د افغانستان د مرکزي بانک مشر وویل: موږ په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور ودې او پراختیا ته ژمن یو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مرکزي بانک چارواکو پنجشنبه د لړم ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه بانک مشر نور احمد اغا د ملګرو ملتونو د سیاسي معاونیت دفتر له مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا سره وکتل.

 نور احمد اغا په هېواد کې د مالي او بانکي سکټور د وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، مرکزي بانک د افغانستان د مالي او بانکي سکتور ودې او پراختیا ته ژمن دی او په دې توګه د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې مثبت رول لوبوي. 

 مېرمن روزا اوتونبایوا د هېوادونو د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د مالي او بانکي سکتور د ودې او پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د پیغام پای/