کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د دفتر رئیس او د مهاجرت د نړیوال سازمان د مرستو همغږي کوونکي په راتلونکي ژمي کې له زیانمنو او راستنیدونکو سره د مرستو په رسولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لړم ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت چارواکو او د مهاجرت د نړیوال سازمان د ژمنیو مرستو او له راستنیدونکو سره د هېواد په پولو کې د مرستو د زیاتولو په اړه خبري وکړي.

په دې کتنه کې د دغه وزارت د مطبوعاتو مسوول قاري محمد اجمل وزیر د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د مهاجرینو او راستنیدونکو وضعیت ته اشاره وکړه او د ژمي په موسم کې یې د هغوی د ستونزو د حل او مرستې غوښتنه وکړه.

د داخلي بې ځایه شویو د وضعیت رئیس مولوي سردار شېرزاد د مهاجرت د ادارې د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل: د دې وزارت مسوولیت او اهداف د مهاجرت د نړیوال سازمان په شان دي چې یو مثبت هدف ته رسیدل دي. 

شېرزاد په دې ناستو کې د ستونزو د ښه حل او د تفاهم له لارې د ستونزو د حل په موخه په چارو کې د مشورې او همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د مهاجرت د نړيوال سازمان د مرستو همغږي کوونکي عدنان بغجتي وويل: دغه غونډه د ژمنيو مرستو د برابرولو په مقصد جوړه شوې ده او دغه مرستې په ځينو برخوکې له اړتياوو څخه زياتې دي. 

 عدنان زياته کړه: د نړۍ په ځينو برخو کې د پيښو د رامنځته کيدو له امله د دغې موسسې مرستې زياتې شوې دي او د دغې موسسې لومړيتوب له اړو کسانو سره د ژمنيو مرستو رسول دي او زموږ هدف د زيانمنو شويو خلکو پاملرنه ده او په دې برخه کې به د مهاجرینو د چارو له وزارت سره همغږي ښه کړو.

د پیغام پای/