کابل- ایرنا- له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د تېر حکومت پر یو شمېر چارواکو د معافیت کارتونه وېشلي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د کندز د ولايتي شورا رییس په ګډون د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د معافیت کارتونه وېشلی دی. 

د تېرې ادارې دغو چارواکو هېواد ته د افغانانو د راتګ د مناسبې لارې برابرولو له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، په افغانستان کې حالت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې بهرنۍ رسنۍ یې په هکله ناسم تبلیغات کوي.

دوی څرګنده کړه، بېلابېلو ولایتونو ته یې سفرونه کړي او له کومې ستونزې پرته ژوند کوي، نور باید افغانستان د جګړو ډګر نه وي، افغانان له حاکم امن خوښ او له اسلامي امارت سره همکار دي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رییس ذاکر الله ذاکر پخوانیو چارواکو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانانو د غوره راتلونکي او ستونزو د حل په موخه د عمومي عفوې فرمان عملي کوي او هېڅوک د تېرې دندې له امله نه پوښتل کېږي.

همدارنګه ذاکر دوی ته په خطاب کې وویل، په بهر کې مېشتو نورو پخوانیو چارواکو ته دې د افغانستان د حالت په اړه معلومات ورکړي.

د پیغام پای/