هرات- ایرنا- د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا د راستنیدونکو لپاره د یوه نوي کمپ د جوړولو خبر اعلان وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت مرستیال والي سید سلیمان اغا بهیر په نیمروز کې د یونسیار موسسو له مشر سره وکتل.

په دې کتنه کې د UNSIAR ادارې رئیس د نیمروز مرستیال والي ته د افغان مهاجرینو لپاره د خپلو فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه: یونسیار په دغه ولایت کې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره یو بل نوی کمپ جوړوي.

 په دې کتنه کې سید سلیمان اغا بهیر په اړوندو برخو کې د ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

د نيمروز مرستيال والي هم د نيمروز د خلکو ستونزې او اساسي اړتياوې له هغه سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د اړمن کسانو د نيولو په برخه کې له دې ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 د پیغام پای/