په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست نن چهارشنبه دلړم دمياشتې ٩ نيټه په يوه خبر پاڼه کې د هرات ولايت دعامه کتابتون د ودانۍ دجوړولو او بډاينې په باب يې دتيکا ددفتر له خوا خبر ورکړ.
خبرځاى زياته کړه: په هرات کې د ترکيې د همکاريو ادارې (ټيکا) د دغه ولايت عامه کتابتون ترميم کړ او دغه کتابتون ته يې دوه زره ټوکه کتابونه وسپارل.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقی وويل: «اوس د کتاب لوستلو وخت رارسېدلی، ترڅو هېواد د پرمختګ پر لور بوځي.»
د هرات عامه کتابتون چې په دغه ولایت کې تر ټولو لوی او زوړ کتابتون بلل کېږي، د څه باندې نیمې پېړۍ د فعالیت په موده کې یې ډېر وسایل زاړه او له کاره لوېدلي وو.
د دې ستونزې د حل په موخه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه مياشتې وړاندې د عامه کتابتون د بيارغاونې چارې پيل کړې او اوس يې بل رنګ او مخ نيولى دى.
د پیغام پای/