کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې د وسلو او تورو ښیښو لرونکو موټرو تګ راتګ یوازې د دایاک جواز سره قانوني دي، نه استعلام او مکتوب.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مولوی عبدالمتین غنی نن ​​چهارشنبه د لړم په ۹ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو مسؤلینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هیوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې، د اسلامی امارت رهبر د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.

د دغه حکم له مخې، د ټول هیواد په کچه واحد جواز د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک لوی مدیریت لخوا ویشل کیږي، چې نور ټول  پخواني ویشل شوي جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه اعتبار نه لري.

 د ملا هبت الله اخندزاده په (۱۲۵۹) د (۱۲۵۹) ګڼه حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو وسایطو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظوره شوې، چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ارګانونو مسؤلین، مجاهدین، منسوبین او عام هیوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له اجازه لیک پرته د نظامي او ملکي لېږدوونکو وسایطو په ښېښو د پردو له لګولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د یادو وسایطو په ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.

 د کورنيو چارو وزارت وياند ليکلي: د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست برحاله منسوبین چې د رهبری د پورته یاد شوو ګڼو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او ویشل کيږي او نورو ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هیوادوالو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري جواز لیکونه چاپ او ویشل کيږي.

د پیغام پای/