کابل- ایرنا- د ایران د حکومت ویاند ویلي: یو سني بلوڅ د دولتي پلاوي په رایو د سیستان او بلوچستان ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د حکومت ویاندې آغلې مهاجراني نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په ٩ مه نیټه د حکومتي بورډ د غونډې په څنډه کې د خبریالانو په منځ کې اعلان وکړ چې یو سني بلوڅ د سیستان او بلوچستان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

اغلې مهاجراني په دې اړه وویل: منصور بیجار چې سني بلوڅ دی، د حکومت په رایو سره د سیستان او بلوچستان د والي په توګه وټاکل شو.

د پیغام پای/