کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست په دغه هېواد کې د بهرنیو پروژو په تطبیق کې د شفافیت او متوازن انکشاف غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې ددغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره په کابل کې مشورتي ناسته وشوه.

دا غونډه د غیر دولتي موسسو او بنسټونو د فعالیتونو د پیاوړتیا، اغیزمنتیا او روڼتیا په موخه جوړه شوې وه.

په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د هېواد په کچه د متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره د پروژو په اغېزمنه توګه د تطبیق په برخه کې د کار د شفافیت غوښتنه وکړه.

دين محمد حنيف د غيردولتي موسسو د اغېزمن فعاليت لپاره د اسانتياوو لکه د فعاليت د جوازونو صادرول، د مکتوبونو تطبيق، د بهرنيانو لپاره د ويزو او کاري جوازونو صادرول، د بانکي حسابونو تطبيق، د دفترونو په جوړولو کې همکاري او داسې نور لازمې اسانتیاوې برابرې کولو ياد کړ او وې ویل: دغه وزارت په خپل ټول توان سره د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ټولو بشردوستانه او پرمختیایي پروژو د اغېزمن تطبیق لپاره ښه کاري چاپیریال چمتو کړی دی.

د اقتصاد وزارت سرپرست زیاته کړه: د خلکو پراختیا او اقتصادي لومړیتوبونه او د سکتوري څانګو په تېرو ناستو کې د ملګرو ملتونو له څانګو سره شریک شوي او تمه ده چې د ملګرو ملتونو ادارې په راتلونکي (۲۰۲۵) کال کې پر هغو غور وکړي.

حنيف وويل: د بهرنيو موسسو معاشونه او اداري لګښتونه اوږده او متنوع دي، چې له اقتصادي پلوه د خدمتونو عرضه او د پروژو اغېزمنتيا کموي.

د پیغام پای/